پاکستان د لرې واټن ويشتونكي باليستيک توغندي بريالۍ ازموينه ترسره کړې ده.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې پرون وويل، چې ياد باليستيک توغندى اټومي کوپړۍ هم انتقالولى شي.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، دغه توغندى كولى شي، چې په ۲۲۰۰ کيلو مټره واټن کې هدف په نښه کړي.
ياد توغندي ته ابابيل نوم ورکړل شوى دى.
پاکستان دا ازموينه وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستيو کې يې د کشمير پر سر له هند سره اړيکې ترينګلې شوې دي.
دواړه هېوادونه د کشمير پر سر د لسګونو کلونو لانجې له كبله خپله زياته بوديجه پر دفاعي چارو لګوي.


