د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۹ نور ټپيان دي او يو تن قاچاق وړونکى ژوندى نيول شوى دى.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، د نهر سراج ولسوالۍ کلا ګز سيمه کې پرون هدف ته تر رسېدو مخکې يو ځانمرګي بريد كوونكي پورې تړلو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې د ځانمرګي په ګډون په كې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په سنګين ولسوالۍ کې د عامه نظم پر لېوا د وسله والو طالبانو بريد په شا تمبول شوى او په ترڅ کې يې دوه تنه طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، همدارنګه د نهر سراج ولسوالۍ مربوطاتو کې د طالبانو د ملا اخلاص او ابرار ډلو ترمنځ خپلمنځۍ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواكونو په هلمند كې يو قاچاق وړونکى له څلور کيلو ګرامه چرسو، دوه ميله پيکا او يو ميل ۸۲ ملي متري توپ سره يوځاى نيولى دى.


