ads

ننګرهار کې ۳۰ تنه نجونې قابلې فارغې شوې

د ننګرهار دعامې روغتيا رياست چارواکي وايي، له دوه کلونو زده کړو وروسته يې ۳۰ تنه قابلې د لرو پرتو سيمو لپاره وروزلې، خو قابلې بيا وايي، که چېرته ورته امنيتي ستونزې حل شي، چمتو دي، لرو پرتو سيمو ته لاړې شي.

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1395
ننګرهار کې ۳۰ تنه نجونې قابلې فارغې شوې

د ننګرهار دعامې روغتيا رياست چارواکي وايي، له دوه کلونو زده کړو وروسته يې ۳۰ تنه قابلې د لرو پرتو سيمو لپاره وروزلې، خو قابلې بيا وايي، که چېرته ورته امنيتي ستونزې حل شي، چمتو دي، لرو پرتو سيمو ته لاړې شي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د ناروې هېواد په مالي همکارۍ يې له دوه کلونو زده کړو وروسته ۳۰ تنه قابلې لرو پرتو ولسواليو ته، چې د مور او ماشوم د مړينې کچه په کې زياته وه، وروزلې.
نوموړی وايي، له ياد هېواد سره يې د هوکړه ليک په لاسليک سره غوښتنه کړې، چې ۳۰ تنه نورې قابلې هم د کونړ، لغمان، نورستان او د ننګرهار لرو پرتو ولسواليو لپاره وروزي.
په ورته وخت کې بيا د يادو فارغو شويو قابلو له ډلې دوو تنو له کليد سره په خبرو کې وويل، دوی چمتو دي، ترڅو په لرو پرتو ولسواليو کې دندې ترسره کړي، خو که حکومتي چارواکي ورته د امنيت زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست له لوري دا ۳۰ تنه قابلې په داسې حال کې فارغېږي، چې د يو شمېر خلکو په اند تر اوسه پورې يادو سيمو ته هېڅ قابله او نرسه له زده کړو وروسته نه ده تللې او امکانات په کور کې ترلاسه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA