په غور ولايت كې د يوې دينې مدرسې ۲۱ زده كوونكي د ګاز نيونې له كبله مسموم شوي دي.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، چې دغه زده كوونكي تېره شپه د ډبرو سكرو د ګازو له وجې مسموم شوي او اوس مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
د هغه په وينا، ياد زده كوونكي د ۷ او ۱۶ كلونو ترمنځ عمرونه لري او پېښه د فېروزكوه ښار په اووه كيلو مټرۍ كې د شيخانو كلي ديني مدرسه كې رامنځته شوې ده.
خطيبي د اوو ماشومانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي.
د يادونې وړ ده، چې ډېرى افغانان برېښنا نه لري او د ژمي په موسم كې د خونو ګرمولو لپاره له ګازو او ډبرو سكرو ګټه پورته كوي، چې له كبله يې هر كال ګڼې داسې پېښې رامنځته كېږي


