ads

سعودي عربستان كې۱۶ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوي

په سعودي عربستان كې د ۱۳ پاکستانيانو په ګډون ۱۶ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوي دي.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وويل، چې په نيول شويو كسانو كې درې سعوديان او پاتې نور پاکستانيان دي.

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1395
سعودي عربستان كې۱۶ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوي

په سعودي عربستان كې د ۱۳ پاکستانيانو په ګډون ۱۶ تنه د ترهګرۍ په تور نيول شوي دي.
د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وويل، چې په نيول شويو كسانو كې درې سعوديان او پاتې نور پاکستانيان دي.
د نيول شويو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي، خو سعودي چارواکي وايي، چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې نيول شوي دي.
تر دې مخكې رسنيو ويلي و، چې په تېرو شاوخوا شپږو مياشتو كې د سعودي عربستان امنيتي ځواکونو ۴۹ پاکستانيان د تروريستي فعاليتونو په تور نيولي دي.
د رپوټونو له مخې، د ياد هېواد امنيتي ځواکونو روانه اونۍ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پاکستانۍ ښځه فاطمه رمضان بلوچ له خپل سعودي مېړه سره په النعيم مېنه کې په خپل اپارتمان کې ونيوله.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال په سعودي عربستان كې د تروريستي فعاليتونو په تور نيول شوي لسګونه پاكستانيان د بند شپې ورځې تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA