د ميدان وردګو تنګي سيمې ته لار له تېرو دوه ورځو راهيسې تړل شوې

د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي سيمې اوسېدونكي شكايت كوي، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې دغې سيمې ته ورغلې لاره د امنيتي ځواكونو له لوري تړل شوې او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ كړي دي.