ads

د ميدان وردګو تنګي سيمې ته لار له تېرو دوه ورځو راهيسې تړل شوې

د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي سيمې اوسېدونكي شكايت كوي، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې دغې سيمې ته ورغلې لاره د امنيتي ځواكونو له لوري تړل شوې او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ كړي دي.

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1395
د ميدان وردګو تنګي سيمې ته لار له تېرو دوه ورځو راهيسې تړل شوې

د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي سيمې اوسېدونكي شكايت كوي، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې دغې سيمې ته ورغلې لاره د امنيتي ځواكونو له لوري تړل شوې او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ كړي دي.
خو د ميدان وردګو ولايتي چارواكي بيا وايي، دا لاره يې له دې كبله بنده كړې، چې وسله والو مخالفينو پرې له بار وړونكو موټرو پيسې اخيستې.
د دې ولايت د والي وياند عبدالرحمن منګل نن كليد ته وويل، د لوګر ولايتي چارواكو سره يې تر خبرو وروسته د لارې د تړلو پرېكړه وكړه، ترڅو د وسله والو مخالفينو د دغه كار مخنيوى وكړي.
نوموړي زياته كړه، دوى پلان لري، چې د يادې سيمې د امن كولو په هدف هلته عمليات ترسره كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA