د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده او ټينګار كوي، چې سبا به د مسافرو پرمخ پرانيستل شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال محمد رجب نن سهار كليد ته وويل، چې په سالنګونو كې لا هم سخته واوره ورېږي او د اټكل له مخې، ښايي تر راتلونكې نيمې شپې دوام وكړي.
د هغه په وينا، د احتمالي برفكوچونو د وېرې له كبله د سالنګ پر لويه لار نقليه وسايط د تګ راتګ اجازه نه لري.
نوموړي زياته كړه، چې د وضعيت تر ښه كېدو او د لارې پاكېدو پورې بايد مسافر پر ياده لار له سفر كولو ډډه وكړي.
د يادونې وړ ده، چې په ژمي کې د سالنګ پر لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېره شوې، تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي او حتى ځينې وخت خلكو ته په كې مرګ ژوبله هم اوړي.


