ads

ايران کې ۴۱۰ زره افغانان په ښوونځيو کې زده کړې کوي

ايراني چارواكو اعلان وكړ، چې اوس مهال د دې هېواد په ښوونځيو ۴۱۰ زره افغانان پر زده كړو بوخت دي.
د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ايران د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مرستيال محمد صالحي ويلي، دغه هېواد همدارنګه ۴۰ زرو افغان محصلينو ته د افغانستان د ښې راتلونكې په هدف په بېلابېلو برخو كې زده كړې وركوي.

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1395

صالحي زياته كړې، د ايران د مذهبي مشر د امر پر بنسټ په دې هېواد كې د افغانانو لپاره د زده كړو زمينه په اساسي توګه برابره شوې ده.
د هغه په خبره، هغه افغان زده كوونكي او محصلين، چې په ايران كې پر زده كړو بوخت دي، له فراغت وروسته به د افغانستان د بيارغونې لښكر سره يو ځاى شي.
صالحي ټينګار كړى، چې له لوستو افغان كډوالو سره د مرستې له لارې بايد افغانستان اباد كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو كلونو كې په ايران كې مېشتو افغان كډوالو هلته د دوى ماشومانو ته د زده كړې زمينې د نه برابرېدو له كبله شكايت درلود او د دوى د دې ستونزې د حل لپاره افغان حكومت څو پلاوي دغه هېواد ته لېږلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA