ټاکل شوې د متحده عربي اماراتو لسګونه پوځيان د هند د جمهوريت ورځې په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړي.
د هند د جمهوريت ورځ سبا په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږي.
په يادو مراسمو کې به پوځي پرېډ هم ترسره شي، چې د متحده عربي اماراتو ځانګړي ځواکونه به هم په کې برخه واخلي.
دغه راز په دغو مراسمو کې به د اماراتو وليعهد شېخ محمد بن زايد النهيان هم د مېلمه په توګه ګډون وکړي.
بلخوا هندي چارواکو خبردارى ورکړى، چې ښايي پاکستان يو شمېر ترهګر د جعلي پاسپورټونو په مټ دغه هېواد ته داخل او د جمهوريت ورځې د نمانځنې مراسمو د ګډوډولو لپاره ترهګريز بريدونه پلان کړي.


