جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، ازبکستان د سړک جوړونې برخه کې ښې تجربې او وړتياوې لري او افغانستان لېوالتيا لري، چې ځينو پروژو په ځانګړي ډول د قيصار – لامان او د کابل حلقوي سړک کې له دغو تجربو او ظرفيتونو ګټه پورته كړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون په ارګ كې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف سره د ليدنې په مهال وكړې.
جمهور رييس غني د درملو د توليد په اړه وويل، افغانستان غواړي په دې برخه کې له يوې سرچينې واردات او پانګونه کمه او له ازبکستان سره د ګډې پانګونې بستر رامنځته کړي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رييس له قوله راغلي، افغانستان علاقه لري، چې جنوبي اسيا ته د برېښنا انرژۍ په ټرانزيټ کې د همکارۍ زمينې ولټوي.
هغه زياته كړه، د برېښنا شبکې د انکشاف لپاره ګډې پانګونې او وسايلو ته اړتيا ده، چې په دغه برخه کې ازبکستان کولاى شي د افغانستان ښه همکار واوسي.
بلخوا د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف وويل، د دغه هېواد جمهور رييس لېوالتيا لري، چې د تاشكند او كابل ترمنځ اړيکې په ځانګړي ډول په امنيتي، اقتصادي، د اورګاډي د پټليو د انکشاف، زېربناوو، د سوداګرۍ د زياتېدو او تخنيکي زده کړو په ډګرونو کې پياوړې شي.


