د کندهار اوسېدونکې پلوشه چې د یوه تعويذ ليکونکي له لوري پرې جنسي تېری شوی، له حکومت د عدالت غوښتنه کوي. نوموړې وايي، تورن پر دې سربېره، چې د دوو محکمو له لوري په ۱۷کاله بند محکوم شوی دی، خو اوس مهال هم ازاد ګرځي.
۸ میاشتې وړاندې ۱۸کلنه پلوشه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د ملا وليجان په نوم تعويذ ليکونکي ته، چې په مخپټي اغا مشهور و، ورغلې وه، څو تعویذ ترې واخلي، خو هغې پرې جنسي تېری وکړ.
پلوشې پولیسو ته شکایت وکړ او له هغه وروسته ملا وليجان ونیول شو. که څه هم هغه مهال چې وليجان د پوليسو له لوري ونیول شو، پلوشه خوشاله وه او ویل یې، چې هغه ته باید سخته سزا ورکړل شي، خو اوس پلوشه وايي، وليجان پر دې سربېره، چې د دوو محکمو له لوري په ۱۷ کلونو بند هم محکوم شوی دی، خوشې شوی او ازاد ګرځي.
نوموړې زیاتوي، د هغه له لوري د دوی کورنۍ ته ګواښونه هم شوي دي او ورته ویل شوي، چې خپله ادعا دې بېرته واخلي که نه د کورنۍ غړي به یې ور ووژني. د پلوشې په خبره، مخپټي ملا ورته ويلي، چې په پاکستان کې د ۲۰۰ وسلهوالو طالبانو مشري کوي او که خپل پلار او دولت پرې خبر کړي، نو پلار به یې حلال کړي. نوموړې وايي، د دغه کس په تړاو ټول ثبوتونه ورسره پراته دي، خو هغه ازاد ګرځي.
له بل لوري د پلوشې د کورنۍ غړي هم هغې ته عدالت غواړي او له مدني بنسټونو، د بشر حقونو له ملاتړو ادارو او له نړیوالو عدالتخوښو سازمانونو غواړي، چې په امنيتي ادارو فشار راوړي، څو دغه تعويذکوونکی بېرته ونيسي او خپله سزا وويني.
د پلوشې مور په ژړغوني غږ او ويرځپلې څېره کلید ته وویل، ښايي ملا وليجان د زر او زور له لارې له بنده ازاد شوی وي.
د کندهار د ښځو چارو ریاست ددې پېښې په تړاو ناخبري ښيي.
له بل لوري په کندهار کې د بشري حقونو خپــلــواک کمسیون د ښـــځــو پــه وړانــدې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، حکومت باید دغه موضوع تعقیب کړي.
په همدې حال کې بــیا د کــنــدهـــار د استیناف څارنوالۍ رییس وايي، چې د دغې قضيې په اړه بشپړ اسناد پراته دي، خو په دې اړه د کندهار له استیناف محــکــمـې تېروتنه شوې.
د استیناف څارنوالۍ ريیس شبیر احمد قیومي وايي، له دوی سره شته اسناد ثابتوي، چې په یادې نجلۍ جنسي تېری شوی. قیومي زياتوي، چې اوس مهال یې دغه دوسیه لويې څارنوالۍ ته لېږلې څو په دې اړوند نورې څېړنې وشي.
هڅه مو وکړه په دې تړاو د کندهار د استیناف محکمې نظر هم له ځان سره ولرو او ترې وپوښتو، چې څه ډول ملا وليجان ازاد شوی دی، خو له ډېرو هڅو وروسته هم د دغه محکمې مسوولان له کلید راډيو سره خبرو ته چمتو نه شول.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې د نورو قوو تر څنګ په قضايي قوې هم د فساد له کبله سختې نیوکې کېږي. د خلکو په خبره، په محکمو کې د رشوت له ورکړې پرته هېڅ دوسیه هم په سم ډول نه فیصله کېږي.
که څه هم جمهور ريیس غني د ملي یووالي حکومت په لومړيو کې ژمنه کړې وه، چې تر هر څه وړاندې د افغانستان قضايي قوه له فساده پاکوي، خو تر دې مهاله په دې برخه کې کوم د پام وړ څه نه دي تر سترګو شوي.


