لوى څارنوال محمد فريد حميدي د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي د تښتولو او جنسي ځورونې د تورونو په تړاو د جمهور رييس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د نهو ساتونكو د نيولو امر كړى دى.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن كليد ته وويل، چې دغه امر د دې موضوع د تحقيق لپاره د ګومارل شوي پلاوي د پرېكړې پر بنسټ صادر شوى دى.
د جنرال عبدالرشيد دوستم سياسي مخالف احمد ايشچي ادعا كوي، چې دوستم دى له جنسي ځورونې سره مخ كړى، خو د جمهور رييس لومړي مرستيال دا تور رد كړى او بې بنسټه يې بللى دى.
د وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د جمهور رييس غني د لومړي مرستيال د ساتونكو د نيولو امر د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې صادر شو، چې لويې څارنوالۍ دوى درې ځلې د تحقيقاتو لپاره غوښتي وو، خو حاضر نه شول.
لوى څارنوال محمد فريد حميدي يادې ورځپاڼې ته ويلي، که دوستم په تحقيقاتو کې له همکارۍ نه انکار وکړي او لويې څارنوالۍ ته حاضر نه شي، د افغانستان د قوانينو له مخې به يې دنده وځنډول او په کور کې به نظر بند شي.
د هغه په وينا، د جمهور رييس لومړى مرستيال تراوسه په ياده قضيه كې د جرم په ترسره كولو نه دى تورن شوى.


