د زابل ولايتي چاواکي وايي، چې تېره شپه په دې ولايت کې بهرنيو ځواکونو د القاعده او نورو وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۵۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام وايي، تېره شپه د افغان ځواکونو تر کره استخباراتي معلوماتو وروسته په خاک افغان ولسوالۍ کې د بهرنيو وسله والو مخالفينو پر مرکزونو بريدونه شوي، چې پر مهال يې ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفو ډلو په دې اړه څه نه دي ويلي.


