د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره لا هم د زياتې واورې ورېدنې او طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال محمد رجب نن كليد ته وويل، چې په سالنګونو كې طوفان يو څه كمزورى شوى، خو لا هم سخته واوره ورېږي.
د هغه په وينا، د احتمالي برفكوچونو د وېرې له كبله د سالنګ پر لويه لار نقليه وساط د تګ راتګ اجازه نه لري.
نوموړي زياته كړه، چې د وضعيت تر ښه كېدو او د لارې پاكېدو پورې به مسافرو ته د سفر كولو اجازه ورنه كړل شي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هر كال د واورې ورېدنې له كبله څو وارې تړل كېږي او ځينې وخت په كې مرګ ژوبله هم رامنځته كېږي.


