د باميان ولايت نږدې ټولې مواصلاتي لارې د ډېرې واورې ورېدنې له كبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې دي.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي كليد ته وويل، چې د شيبر له كوتل پرته د دې ولايت نور ټول كوتلونه او لارې د ټرافيكو پرمخ بندې دي.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواكونو له لوري مسافرو ته پر دغو لارو د تګ اجازه نه وركول كېږي.
نوموړي زياته كړه، قراردادي شركتونه مكلف دي، چې د باميان ولايت مواصلاتي لارې له واورو پاكې كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د باميان د ټولګټو چارو رياست مسوولينو د ژمي په موسم كې د دې ولايت د سړكونو پاكولو او ساتنې لپاره د لازم چمتووالي خبر وركړى و.


