ads

د امريکا سنا مايک پامپيو د “CIA” د مشر په توګه تاييد کړ

د امريکا مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو ادارې”CIA” د مشرۍ لپاره د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له ‌خوا نومول شوى کس تاييد کړ.

نویسنده: TKG
5 سلواغه 1395
د امريکا سنا مايک پامپيو د “CIA” د مشر په توګه تاييد کړ
مایک پامپیو

د امريکا مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو ادارې”CIA” د مشرۍ لپاره د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ له ‌خوا نومول شوى کس تاييد کړ.
خو د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د بهرنيو چارو وزارت لپاره د ټرمپ له لوري نومول شوى رکس ټېلرسن د لږو رايو په تفاوت ومانه.
مشرانو جرګې د مرکزي استخباراتو يا «CIA» نوي مشر مايک پامپيو “Mike Pompeo” ته ٦٦ د تاييد او ٣٢ مخالفې رايې ورکړې.
د بهرنيو اړيکو کمېټې بيا ركس ټېلرسن ته ١١ موافقې او ١٠ مخالفې رايې ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA