د افغانستان او ازبکستان د بهرنيو چارو وزارتونو د همکاريو پنځه سندونه لاسليک كړل.
دا حقوقي سندونه نن د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني او د هغه د ازبکستاني سيال عبدالعزيز کاملوف ترمنځ په ارګ کې لاسليك شول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دواړو هېوادونو هوکړه ليکونه د نشه يي توکو قاچاق او له چمتو کوونکو سره يې د مبارزې، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د همکاريو، د ټرانسپورټي زېربناوو په برخه کې د همکاريو د پراختيا پروتوکول او د نورو پروژو په برخه کې دي.
سرچينه زياتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنيتي کمېسيون جوړولو پروتوکول او ( د دواړو هېوادونو د همکاريو د لارې نقشې) د عمل پلان هم د دغو سندونو له ډلې دي.


