اروزګان ولايت کې د ملي اردو ځواکونه وايي، چې د دهراود ولسوالۍ د پل ناني په سيمه کې يې عمليات ترسره کړي، چې ۱۲ تنو وسله والو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
په جنوب کي د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قومندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د شفق دوه په نوم د پوځ په پيل شويو عملياتو کې پرون د اروزګان د دهراود ولسوالۍ د پل ناني په سيمه کې ملي اردو عمليات ترسره کړي، چي په پايله کي يې د ملاغفار، صديق الله او صديق په ګډون پنځه تنه وسله وال وژلي او ۷ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
په خبر پاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه ده شوې او وسله والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.


