اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي، داعش وسله والو او طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې درنې ضربې خوړلي او تلفات يې ورکړي دي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام د کابل – جلال اباد پر لويه لار د امنيتي ځواکونو له پوستو د ليدنې په مهال وكړې.
هغه د امنيتي ځواکونو حال وپوښت، د هغوى ستونزې يې واورېدې او د امنيتي ځواکونو د سرښندنو يې ستاينه وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي، سره له دې، چې داعش په يوې نړيوالې پديدې اوښتې، خو د افغان امنيتي ځواکونو په قربانيو او اتلوليو يې په افغانستان کې پروګرامونه له ماتې سره مخ شوي او په خپلو هدفونو کې ناکام شوى دى.
اجراييه رييس، چې پرون د سولې عالي شورا د مشر پير سيد احمد ګيلاني د تدفين په مراسمو کې د ګډون لپاره ننګرهار ولايت ته تللى و، كابل ته د بېرته راتګ په مهال يې د لارې په اوږدو کې له امنيتي ځواکونو سره وليدل.


