د هلمند ولايت په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي او ځکمنيو عملياتو کې ۱۵ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو په عملياتو کې ددې ولايت په ګرمسېر او سنګين ولسواليو په يو شمير سيمو کې ۹تنه وسله وال وژل شوي، ۶تنه ټپيان دي او دغه راز يې يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.


