غزني کې طالبان له خلکو پیسې ټولوي

وسله والو طالبانو د نویو مالي سرچينو د موندلو په هدف په غزني ولایت کې له ټولو کاروباریانو د دوی د عاید له مخې د پیسو غوښتنه کړې. دوی دغه راز د مکتوبونو له لارې هټۍ والو، سوداګرو، ډاکټرانو او کروندګرو ته خبرداری ورکړی، که یې ټاکل شوې اندازه پیسې ور ونه سپارلې؛ سزا به ورکړي.