وسله والو طالبانو د نویو مالي سرچينو د موندلو په هدف په غزني ولایت کې له ټولو کاروباریانو د دوی د عاید له مخې د پیسو غوښتنه کړې. دوی دغه راز د مکتوبونو له لارې هټۍ والو، سوداګرو، ډاکټرانو او کروندګرو ته خبرداری ورکړی، که یې ټاکل شوې اندازه پیسې ور ونه سپارلې؛ سزا به ورکړي.
د غزني کلید راډیو ته د رسېدلو راپورونو او اسنادو له مخې وسلهوالو طالبانو له هر بار وړونکي موټر د ۱۰زره، د تېلو له هر ټانک د ۳۰زره، له ډاکټرانو د هغوی عاید او د ناروغانو شمېر ته په کتو له ۱۰تر ۱۰۰زرو او له هغو کروندګرو چې د واټرپمپ او یا هم لمریزې برېښنا په مټ خپلې ځمکې خړوبوي له ۲۵۰۰ تر ۵ زره پاکستاني کلدارو (په غزني کې د افغانیو ترڅنګ کلدارې هم چلښت لري) غوښتنه کړې ده.
که څه هم په غزني کې د ډاکټرانو د اتحادیې مسوولان، تېل پلورونکي او د هټۍوالو استازي د وسلهوالو طالبانو له وېرې له کلید سره خبرو ته حاضر نه شول، خو د ولایتي شورا منشي حسن رضا یوسفي د غزني له کلید راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د سوداګرو او ډاکټرانو له استازو او د کلیو له مشرانو سره د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ناستې کړې او له دوی یې د پیسو غوښتنه کړې ده: ((دوی له کروندګرو، ډاکټرانو او موټرچلوونکو د پیسو غوښتنه کړې، کمه کچه یې ۱۰زره او ډېره یې هم ۱۰۰زره ده او په ډېری سيمو کې دغه پیسې ورته ټولې شوې هم دي.)) یوسفي په غزني کې پر کاروباریانو او پانګهوالو د پیسو د ټولولو لپاره د طالبانو فشارونه اندېښمنوونکي بولي او ټینګار کوي که امنیتي ځواکونه د دغه کار مخه ونه نيسي، دغه پروسه به طالبانو ته نوې مالي سرچينې پرانېزي: ((طالبان غواړي له دې لارې د خپلو تجهیزانو او تمویل لپاره نوې مالي سرچينې ومومي، که یې مخنیوی ونه شي دغه کار په یوه دود بدلېږي او د حکومت مشروعیت تر جدي پوښتنې لاندې راولي.))
له بل لوري د غزني امنیتي چارواکي هم مني چې طالبانو په دې وروستیو کې د غزني ولایت له سوداګرو او ډاکټرانو د پیسو غوښتنه کړې او طالبانو ته د پیسو ټولولو په تړاو یې ۶ کسان نیولي هم دي. د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل له خلکو غوښتنه کړې چې د طالبانو غوښتنو ته غاړه کې نه ږدي: ((طالبانو د بېلابېلو صنفونو له استازو او قومي مخورو سره ناستې کړې او د خلکو پانګې او کاروبار ته په کتو یې ورڅخه د پیسو غوښتنه کړې ده. په دې برخه کې پولیس هم چوپ نه دي پاتې شوي، موږ تر اوسه ۶تنه کلانتران او قومي مخور طالبانو ته د پیسو ټولولو په تړاو نیولي، خو له ضمانت وروسته مو بېرته خوشې کړي دي.)) نوموړی زیاتوي، د دولت له مخالفینو سره هر راز مرسته او همکاري جرم دی: ((د قانون له مخې د دولت له مخالفینو سره هر راز مرسته جرم دی، خلک پوهېږي چې هغوی دغه پیسې د بېګناه وګړو په وژلو لګوي؛ نو له ولسونو غواړو چې په دې برخه کې خپله وجیبه ادا کړي او د طالبانو نامشروع غوښتنو ته تسلیم نه شي.))
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو په غزني کې له سوداګرو او کروندګرو عشر ټول کړی.
ددې تر څنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم طالبانو وخت ناوخت له خلکو پیسو ټولې کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د دوی له لوري په دومره لویه کچه د پیسو د ټولولو پروسه پیلېږي.


