ads

عراقي چارواکي: ابوبکر البغدادي سخت ټپي شوی

عراقي چارواکو تېره شپه د نينوا ولايت په لوېديځ کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د سخت ټپي کېدو خبر ورکړى دى.

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1395
عراقي چارواکي: ابوبکر البغدادي سخت ټپي شوی

عراقي چارواکو تېره شپه د نينوا ولايت په لوېديځ کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د سخت ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
ځينو رسنيو د نينوا ايالت د سيمه ييزو چارواکو له قوله ويلي، چې البغدادي په يو هوايي بريد کې له ګڼو نورو ملګرو سره ټپي شوى دى.
يو سيمه ييز چارواکي تاييد کړې، چې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې، چې له سوريې سره پر ګډه پوله ترسره شوى، د ابوبکر البغدادي په ګډون د داعش ډلې يو شمېر نور جنګي قوماندانان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د يادې ډلې د مشر د مړينې راپورونه ورکول شوي وو، خو وروسته بيا ناسم وختل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA