له پاکستان څخه ګڼ شمېر راستانه شوي کډوال وايي، چې د کار د نشت له کبله له ستونزو سره مخ دي. د دوى په منځ کې ډېر فني او مسلکي کسان او متخصصين هم شته، خو هغوی هم په کورونو ناست دي.
دغه کډوال وايي، هېواد ته د خدمت او کار له پاره راغلي، خو دولتي ادارو ته د کار د غوښتنې لهپاره د ورتګ پرمهال ترې د مقررۍ په بدل کې رشوت غوښتل کېږي.
طاهر خان یو له همدغو کسانو څخه دی، چې تازه په تازه له پاکستان څخه ننګرهار ولایت ته راستون شوی دی. نوموړی وایي، هلته یې د برېښنا په برخه کې لسګونه کلونه کار کړی، خو په خپل وطن کې تر دې مهاله چا کار نه دی ورکړی او د مقررۍ په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کېږي. طاهرخان کلید ته وویل، د هېواد او ولس خدمت ته لېواله دی، خو که زمینه ورته برابره شي: ((زه چې کله له پاکستان څخه خپل هېواد ته راغلم عریضه مې وکړه، ماته یې وویل چې زر ډالره راکړه، مقرر به دې کړو.)) د طاهرخان په خبره، پاکستاني حکومت ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې وې، خو ده بیا هم زړه ښه نه کړ، چې هلته پاتې شي. نوموړی زیاتوي، که حکومت ورته د دندې په بدل کې هېڅ معاش هم ورنه کړي، چمتو دی چې په خپل هېواد کې خدمت وکړي: ((که حکومت ماته تنخوا هم را نه کړي، زه خدمت کولو ته چمتو یم، دوی دې له ما ګټه واخلي.))
له بل لوري د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی نورالرحمان افغانزی وايي، په نویو راستنو شویو کډوالو کې ډېر فني او مسلکي کسان شته، خو په ادارو کې خلک د وړتیا په اساس نه ټاکل کېږي؛ نو ځکه دوی هم تر اوسه بېکاره ګرځي. نوموړی وايي، په راغلو افغانانو کې داسې څېرې هم شته، چې په ټاکل کېدو به یې په هره برخه کې شته نیمګړتیاوې حل او په کارونو کې به شفافیت رامنځ ته شي: ((په راغلو کډوالو کې د ښو استعدادونو لرونکي کسان شته، بس دلته زورور او ناپوه کسان ټاکل کېږي او وړ کس په کور پاتې دی.))
اخوا بیا د جلال اباد ښار اوسېدونکي مسلمخان کلید ته وویل، چې په راغلو کډوالو کې وړ او بااستعداده وګړي شته چې کولای شي په هره برخه کې ترې حکومت استفاده وکړي. مسلم زیاتوي، په حکومتي ادارو کې تر ډېره د وړتیا نه، بلکې د اړیکو او پیسو په زور افراد ګمارل کېږي: ((که دې پیسې ورکړې، مقرر یې او که دې ور نهکړې وزګار یې، بس همدا حال دی، وړتیا نه چلېږي.))
له بل لوري د ننګرهار ولایتي چارواکي مني، چې په راستنو شوو کډوالو کې کدرونه موجود دي، خو دوی تر دې مهاله په اداراتو کې د مقررۍ او دندې اخستنې له سیستم سره بلد نه دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، والي په خپله نویو راستنو شویو افغان کډوالو ته چې په یوه برخه کې زدهکړې او تجربه ولري، د ښو دندو د پیدا کېدو ژمنه ورکړې ده: ((په راغلو کسانو کې رښتیا هم وړ خلک شته دي، خو دوی څه ناڅه له سیستم سره نااشنا دي او هیله ده، چې په نږدې وخت کې به په ښو دندو وټاکل شي.))
له پاکستان څخه نوي راستانه شوي افغان کډوال داسې مهال له بېکارۍ سر ټکوي، چې په دې وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د چارواکو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کاري زمینې برابرې شوې، خو د خلکو په خبره دغه چارې کافي نه دي او د بېکارۍ د مخنيوي له پاره باید پراخې هڅې او پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شي.


