د سولې عالي شورا د مشر او روحاني شخصيت پير سيد احمد ګيلاني مړی نن د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د نوموړي په پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابيني او ملي شورا د غړو سربېره د ختيځو ولايتونو بېلا بېلو ملکي او نظامي چارواکو کډون کړی وو.
د ملي وحدت حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله په دغو مراسمو کې وويل، چې پير سيد احمد ګيلاني د افغان سولې په پروسه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي، چې تشه به يې د ټول هېواد په کچه هېڅ کله ډکه نه شي.
نوموړي د سولې شورا د مشر وروستۍ هڅې هغه څه وبللې، چې په هېواد کې د سولې راتګ ته تر اوسه هېڅ يوه مشر او افغان نه دي ترسره کړي.
عبدالله وايي، د پير سيد احمد ګيلاني او برهان الدين رباني هغه ارمانونه، چې د سولې راتګ په اړه يې شته خبرې له ځانه سره وړي، دوی به يې پوره کړي.
په ورته وخت کې بيا د پير سيد احمد ګيلاني زوی حميد اغا په خپلو خبرو کې له ټولو را غلو خلکو څخه د مننې ترڅنګ يادونه وکړه، چې پلار يې په خپل تېر کړي ژوند کې د افغان ولس د سوکالۍ لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
هغه وويل، د پير سيد احمد ګيلاني هغه ستر ارمان، چې په خپله پلارنۍ خاوره کې ښخ شي، نن يې دوی دغه ارمان ور پوره کړ.
پير سيد احمد ګيلاني په ۱۳۱۱ لمريز کال كې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې وزېږېد، لومړنۍ زده کړې يې امام ابوحنيفه مدرسه کې وکړې او د شرعياتو پوهنځى يې کابل پوهنتون کې ولوست.


