د سولې عالي شورا او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د مشر پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمونځ نن سهار شاوخوا اته بجې په ارګ کې د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سياف په امامت ترسره شو.
د ګيلاني مړى به د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شي.
د هغه د جنازې په مراسمو كې جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئيس حامد كرزي، د كابينې غړو، يو شمېر جهادي مشرانو او په كابل كې د ځينو هېوادونو مېشتو سياسي استازو ګډون درلود.
جمهور رئيس غني په دې مراسمو كې پير سيد احمد ګيلاني سوله پلوى شخص ياد كړ او ټينګار يې وكړ، چې هغه هېڅ وخت په هېواد كې د تاوتريخوالي سبب نه و شوى.
پير سيد احمد ګيلاني وړمه شپه د کابل ښار د ملي امنيت په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له كبله د ۸۴ کلونو په عمر ساه ورکړه.
په همدې حال کې يو شمېر هېوادونو، د هېواد سياسي او جهادي مشرانو او د ملي شورا غړو د سولې عالي شورا د مشر پر مړينې خواشيني څرګنده کړې ده.
ګيلاني په ۱۳۱۱ لمريز کال كې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې وزېږېد، لومړنۍ زده کړې يې امام ابوحنيفه مدرسه کې وکړې او د شرعياتو پوهنځى يې کابل پوهنتون کې ولوست.


