ads

د سالنګ لويه لار د سخت طوفان او واورې له کبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره د زياتې واورې ورېدنې او سخت طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1395
د سالنګ لويه لار د سخت طوفان او واورې له کبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې

د سالنګ لويې لارې د ساتنې او څارنې ادارې مسوولين وايي، چې دا لاره د زياتې واورې ورېدنې او سخت طوفان له كبله د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
د دوى په وينا، اوس مهال د سالنګ تونل دواړو لوريو ته مسافر وړونكي او بار وړونكي موټر درول شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال محمد رجب كليد ته وويل، نن سهار د ډېرې واورې ورېدنې او سخت طوفان له كبله دوى اړ شول، چې د سالنګ لويه لاره د وضعيت تر ښه كېدو پورې وتړي.
د هغه په وينا، په شمالي سالنګ كې طوفان شېبه په شېبه سختېږي او د ليد ساحه ډېره كمه ده.
نوموړى له مسافرو غواړي، چې د وضعيت تر ښه كېدو او د لارې تر پاكېدو له سفر كولو ډډه وكړي.
د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، هر كال د واورې ورېدنې له كبله څو وارې تړل كېږي او ځينې وخت په كې مرګ ژوبله هم رامنځته كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA