د امريکا په جنوب ختيځو څنډو کې د سخت طوفان له كبله په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د هوا پېژندنې ادارې چارواکو د نورو بارانونو او طوفان خبردارى وركړى او له خلکو يې غوښتي، چې محتاطه واوسي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې په جورجيا ايالت کې د طوفان له كبله ۱۲ تنه وژل شوي او دغه راز يو شمېر نورو ايالتونو کې هم ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په يو شمېر ايالتونو کې د برېښنا جريان پرې شوى، سړکونه اوبو لاندې کړي او ټول ښوونځي رخصت اعلان شوي دي.
په ځينو سيمو کې سلګونه جرېبه ځمکه هم تخريب شوې او د اوبه خور يو شمېر بندونه هم نړېدلي دي.


