د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ايرانيان اوس د ګرمسېر په ولسوالۍ کې د طالبانو د ليکو څخه ليدنه کوي او هغوى ته د وسلو ترڅنګ د جګړې پلانونه جوړوي.
حيات زياتوي، چې د دوى د مالوماتو له مخې يوه اونۍ وړاندې د ايراني ځواکونو ځيني مشران ګرمسېر ولسوالۍ ته راغلي وو او د طالبانو له ليکو څخه يې ليدنه کړې ده او هغوى ته يې د جګړې پر مهال ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
هغه همدا راز وايي، چې د ژمني عملياتو لپاره يې يوه نيمه مياشت وړاندې پلانونه جوړ کړي دي، ځينې يې عملي شوي او ځينې نور يې هم په دې ورځو کې عملي کېږي، چې د دولت له لاسه وتلې ټولې سيمې به بېرته د دوى په ولکه کې راشي.
په ورته وخت کې د دې ولايت د ولايتي شورا غړى عطاالله افغان وايي، دولت تر اوسه د عملياتو لپاره عملي کار نه دى کړى، يوازې د شپنيو ځانګړيو عملياتو په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو ځيني پټنځايونه په نښه کړي، چې دا د هغوى پر مرال منفي اغېزه نه کوي.
افغان وايي، که دولت په هلمند کې ژر تر ژره عمليات پيل نه کړي، نو پسرلی به د دې جګړې ګټل ناشونى کار وي.


