ads

جمهور رييس غني د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وکړ

جمهور رييس محمد اشرف غني د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وكړ.

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1395
جمهور رييس غني د حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وکړ
Afghanistan's new President Ashraf Ghani Ahmadzai speaks during his inauguration as president in Kabul September 29, 2014. Afghanistan inaugurated its first new president in a decade on Monday, swearing in technocrat Ashraf Ghani to head a power-sharing government just as the withdrawal of most foreign troops presents a crucial test. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)

جمهور رييس محمد اشرف غني د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوكړې پر تطبيق ټينګار وكړ.
نوموړي، چې نن سهار يې په ارګ كې د سولې عالي شورا د مشر پير سيد احمد ګيلاني د جنازې لمانځه له ادا كولو وروسته خبرې كولې، له حزب اسلامي سره په بريالۍ توګه د سولې بين الافغاني مذاکراتو ترسره كېدو كې د ګيلاني رول مهم وباله.
جمهور رييس غني زياته كړه، چې د سولې د يادې هوكړې تطبيق د ملي يووالي حكومت له وجايبو څخه دى.
په ورته وخت كې د حزب اسلامي يو وياند حشمت‌الله ارشد وايي، چې د سولې هوکړې عملي کېدو برخه کې هېڅ پرمختګ نه ‌دی شوی.
د هغه په وينا، د ملي يووالي حکومت په رهبرۍ کې خپلمنځي اختلافونو او وېشلو نظرونو د دغې هوکړې عملي کېدل له ننګونو سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر امين كريم تېره اونۍ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې ډېر ژر به د افغان حكومت له زندانونو د دغه ګوند ۱۰۰ غړي خوشې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA