ads

افغان پرمختيايي لوبډله نن زمبابوې ته روانېږي

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو ترسره كولو په هدف دغه هېواد ته روانه شي.

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1395
افغان پرمختيايي لوبډله نن زمبابوې ته روانېږي
Zimbabwe captain Brendan Taylor (R) shakes hands with Afghan captain Mohammad Nabi Eisakhil (L) after winning the toss and electing to bowl during the first match of a four match ODI series between Afghanistan and hosts Zimbabwe at the Queens Sports Club in Bulawayo on July 18, 2014. AFP PHOTO JEKESAI NJIKIZANA (Photo credit should read JEKESAI NJIKIZANA/AFP/Getty Images)

ټاكل شوې افغان پرمختيايي لوبډله نن د زمبابوې الف لوبډلې سره د كركټ د پنځو يو ورځنيو لوبو ترسره كولو په هدف دغه هېواد ته روانه شي.
دا لوبې به د جنوري مياشتې په ۲۷مه، ۲۹مه، ۳۱مه او د فبروري مياشتې په ۳يمه او ۵مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ نوې غوراوي کمېټې له پوره ارزونې وروسته تېره ورځ د زمبابوې الف لوبډلې په وړاندې د هېواد پرمختيايي لوبډله اعلان کړه.
په دې ۱۶ کسيزه لوبډله كې کريم صادق، محمد خيبر، محمد ابراهيم، محمد نواز خان، نورالحق ملکزى، رحمن الله ګربز، سيد وحيدالله شفق، شفيق الله شفق، شاهدالله کمال، محمد ضمير عرب، عبدالله عادل، فضل نيازى، عمران جنت، ناصر خان عمر، يونس خان احمدزى او ضياء الرحمن اکبر شامل دي.
د دغو سياليو لپاره درې احتياطي لوبغاړي عبدالرحيم منګل، منير احمد کاکړ او نقيب الله ننګرهارى غوره شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ رهبري وايي، هيله لري، چې ياده لوبډله يې هېواد او هېوادوالو ته د ملي لوبډلې په څېر سترې برياوې ترلاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA