د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي، وايي چې د پوهنې کيفيت د ښه والي په موخه به د سلګونو حق الزحمه ښوونکو پرځاى، د لوړو زده کړو لرونکي رسمي استادان په دندو وګومارل شي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې سرپرست رييس محمد نسيم واجد له ښوونکو څخه د ازموينې اخيستنې پرمهال وکړې.
هغه وويل، چې دا مهال د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې شاوخوا نهه سوه حق الزحمه ښوونکي شته دي، چې د ډېرو زده کړې تر دوولسم ټولګي او يا له هغه څخه هم ټېټې دي.
واجد زياته کړه، چې د همدې تشې د ډکېدو په موخه يې نن په مرکز ښرنه کې له ٣٦٠ کسانو څخه چې زده کړې يې د لېسانس تر کچې دي، ازموينه واخيستل شوه.
د يادې ازموينې پرمهال د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې زده کړو ته پاملرنه ډېره شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې پکتيکا ٣٤٥ ښوونځي او ٣٥٠٠ ښوونکي لري، چې د ښوونکو له ډلې څخه نهه سوه يې حق الزحمه دي.


