ads

پاړا چنار کې د پرونۍ چاودنې تلفات زيات شوي

ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه قبايلي سيمې پاړا چنار کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو شمېر زيات شوى دى.

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1395
پاړا چنار کې د پرونۍ چاودنې تلفات زيات شوي

ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه قبايلي سيمې پاړا چنار کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو شمېر زيات شوى دى.
امنيتي چارواكو تېره ورځ ناوخته وويل، په دې بمي چاودنه كې د وژل شويو كسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی او ۵۵ تنه ټپيان‌ په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه پرون سهار د کورمې اېجنسۍ د مرکز پاړا چنار په سبزي منډوي کې هغه مهال وشوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.
د امنيتي چارواكو په وينا، چاودېدونکي توكي د سبزي په يوې بوجۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په واسطه الوځول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په دې بازار کې څو چاودنې شوي، چې له كبله يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA