د ننګرهار ولايت په كوټ ولسوالۍ كې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کوټ ولسوال سيد رحمن کليد ته وويل، نن سهار درې بجې داعش وسله والو په درې سرې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، چې د نښتې په مهال يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، چې په دې څو ساعته نښته کې يې ګڼو داعش وسله والو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


