د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره ګومارل شوي پلاوي له کندهاره تللي، خو د خپلو پلټنو پايلې يې له رسنيو سره نه دي شريکې کړي.
د جمهور رييس له لوري د ټاکل شوي پلاوي مشر داود ګلزار وايي، لومړنۍ پلټنې پاى ته رسيدلي دي او پايلې به يې تر وروستيو پلټنو وروسته له رسنيو سره شريکې شي.
داودګلزار وويل، په لومړنيو پلټنو کې څرګنده شوې، چې بريد پاکستان د خپلو نفوذي کسانو په مټ ترسره کړی دی.
ګلزار وايي، چې د پېښې سره د تړاو په تور د نيول شويو ۲۰ کسانو له ډلې يو شمير يې بې ګناه ثابت شوي او ازاد شوي دي او د پاتې نورو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.
ويل کيږي چې په نيول شويو کسانو کې د والي ساتونکي او د ولايت مقام آشپزان او عام کارګران شامل دي.
پلاوى او افغان دولت اوس هم د پېښې د مخنيوي په برخه کې د افغان سرتېرو بيغورۍ ته ګوته نيسي.
په دغه پېښه کې د متحده عربي اماراتو د پنځو ډيپلوماتانو په ګډون ټول ۱۲ تنه ووژل شول او شل نور ټپيان شول.


