د ننګرهار د کامې ولسوالۍ سلګونه ښوونکو دوی ته د دولت له لوري د نمرو د ځانګړې شوې ځمکې د نه ورکړې په غبرګون کې کار بنديز اعلان کړ.
دغه ښوونکي، چې شمېر يې تر سلګونو تنو پورې رسېږي له کليد سره يې په خبرو کې وويل، چې د جمهور رييس په امر ورته د يوې نمرې ځمکې د ورکړې ويل شوي، خو اوس دغه ځانکړې شوې ځمکه ولايتي ادارې يو تن ته په ايجاره ورکړې، چې د دوی د نمرو حق په لوی لاس د غاصبينو لاس ته لوېږي.
دوی وايي، حکومت ته لس ورځې وخت ورکوي، که چېرته يې ستونزه حل کړه، نو خپل کار بنديز پای ته رسوي، که نه هوډ يې کړی، چې د زده کوونکو پرمخ به هېڅ ښوونځی نه پرانيزي.
د کامې ولسوالۍ د سنګر سرای ښوونځي ښوونکی محمد انور وايي، (( کومې نمرې چې د جمهور رييس په فرمان ښوونکو ته ورکړل شوي، يوه مجاهد ته په يوه چارک غنمو په اجاره ورکړل شوي، موږ د ننګرهار ولايت والي او ادري چارواکو ته خبر ورکړی، که زموږ غم ونه خوري، له لسو ورځو وروسته به هم دا مکتبونه تړلي وي او زموږ دا اعتصاب به دوام وکړي)).
بل لور ته بيا د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، کومه ځمکه چې د يادې ولسوالۍ ښوونکو ته د نمرو د وېش لپاره ځانګړې شوې وه، له سروې وروسته يې لازمه ونه ګڼله، چې هلته دې د مېشتېدو لپاره نمرې ورکړل شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې د يادې ستونزې د حل لپاره يې کميسيون ټاکلی تر څو په يوې بلې سيمه کې د ښوونکو لپاره د استوګنې نمرې ورکړل شي او دغه ستونزه پای ته ورسېږي.
د کامې ولسوالۍ دا سلګونه ښوونکي په داسې حال کې کاربنديز اعلانوي، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د يو شمېر ولسواليو ښوونکو ورته کړنې ترسره کړې وې، خو لايې هم د استوګنې نمرې نه دي ترلاسه کړي.


