ads

د ننګرهار په اچين کې ۶ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد له کبله د څلورو بهرنيو وسله والو په ګډون شپږ داعشيان وژل شوي دي.

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1395
د ننګرهار په اچين کې ۶ داعشيان وژل شوي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد له کبله د څلورو بهرنيو وسله والو په ګډون شپږ داعشيان وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته د اچين ولسوالۍ د پېښې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې، د هوايي بريد له کبله شپږ داعش وسله وال وژل شوي، چې په وژل شويو کې ۴ يې بهرني وګړي دي.
نوموړی وايي، په دغه بريد کې ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA