ads

خوست کې د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمين څخه ۴۲۰ تنه فارغ شول

د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعلمين تدريسي مرستيال حضرت الله ګهيځ وايي، چې سږ کال يې په مرکز او ولسواليو کې له دارالمعلمينو څخه په ۷ بېلا بېلو رشتو کې څلور سوه شل کسه فارغ کړل، چې ۳۶ يې يوازې نجونې دي. دی زياتوي، (( دا د فارغينو نهمه دوره ده)).

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1395

له دارالمعلمينه يوه تن فارغ شوی محصل وايي، چې دوې په دې دوه کلنه موده کې ډېر څه زده کړي او هيله لري، چې په راتلونکي کې د خپل بخش مطابق د استادۍ پاکه دنده پرمخ يوسي.
لکه مخکې مو چې ياده کړه، په فارغو شوو کې نجونې هم وې، نو شميم څانګه هغه محصله ده، چې د فارغينو په نوم لړ کې يې د عمومي اول نمره توب مقام خپل کړی دی.
څانګه وايي، چې فارغ شوي بايد يوازې په دې زده کړو بسنه ونه کړي، بلکې هڅه دې وکړي، چې خپلې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې ورسوي.
د دې دارالمعليمين استاد نجيب الله واثق د خپلو فارغو محصلينو له وړتيا خوښي وښوده او وايي، چې د دوی محصلين ښه وړتيا لري.
واثق زياتوي، ((په خوست کې دا دارالمعلمين د پرمختګ په حال کې دی)).
د يادونې وړ ده، چې د عبدالله خان تڼي عالي دارالمعليمين په ۱۳۸۶ کال کې په فعاليت پيل کړی، چې د خوست د مرکز برسېره په اوو ولسواليو کې هم خپلې څانګې پرانيستي.
د معلوماتو له مخې اوس مهال په دې دارالمعلمين کې شاوخوا نهه سوه محصلين په زده کړو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA