جمهور رييس محمد اشرف غني د سولې عالي شورا او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د مشر پير سيد احمد ګيلاني پر مړينې خواشيني څرګنده كړې او د هغه مړينه يې د افغانستان لپاره يوه لويه ضايعه بللې ده.
د سولې عالي شورا وايي، چې ګيلاني تېره شپه په اووه بجو او ۴۵ دقيقو په كابل كې د ورپېښې ناروغۍ له كبله د ۸۴ كلونو په عمر ومړ.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، چې افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د ټينګښت او نورو ملي مسايلو په اړه د تصميمونو په برخه کې د پير سيد احمد ګيلاني پوهې، لارښوونو او ګټورو نظرونو ته تر بل هر وخت زياته اړتيا لرله، خو افغانانو په دې حساسو شېبو کې خپل يو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکړ.
جمهور رييس په بريالۍ توګه د ملي يووالي حكومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې بين الافغاني مذاکراتو ترسره كېدو كې د ګيلاني رول مهم بللى دى.
په همدې حال كې اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د ګيلاني مړينه يوه نه جبرانېدونكې ضايعه بللې ده.
پير سيد احمد ګيلاني په ۱۳۱۱ لمريز کال كې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې وزېږېد، لومړنۍ زده کړې يې امام ابوحنيفه مدرسه کې وکړې او د شرعياتو پوهنځى يې کابل پوهنتون کې ولوست.
نوموړى کابو يو کال وړاندې د جمهور رييس غني له لوري د سولې عالي شورا د رييس په توګه ټاکل شوى و.


