د امريکا نوي جمهور رئيس د لوړې د مراسمو نه يوه ورځ وروسته سل ګونه زره ميرمنې د امريکا د بېلا بېلو ښارونو نه واشنګټن ډي سي ته راغلې وې، چې د ټرمپ د پاليسو په هکله خپل اعراض څرګند کړي.
جمهور رييس ډونالډ ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د مېرمنو ، مهاجرينو او مسلمانانو په هکله ځينې داسې څرګندونې کړې دي، چې خلک يې اندېښمن کړي دي.
د مستند فلمونو ډايرکټر مايکل مو او معروفه امريکايي سندرغاړې مدونا هم په لاريون کې ګډون درلود.
د واشنګټن ډي سي تر څنګ په نيويارک، لاس انجلس، شيکاګو او نور غټو ښارونو کې هم لسګونو زرو ميرمنو د نوي جمهور رييس د پاليسيو په خلاف لاريونونه کړي دي.


