د اروزګان امنيتي چارواكي د دې ولايت په چوره ولسوالۍ كې د پنځه کيلو مټره پرمختګ خبر وركوي.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال رحمت الله صديقي وايي، چې افغان ګډو ځواكونو د مركز ترينكوټ په ګډون په ټولو ولسواليو كې د عملياتو په مهال د پام وړ پرمختګ کړى دى.
د هغه په وينا، په چوره ولسوالۍ کې د اکبرخان تپې په ګډون ګڼې سيمې له وسله والو طالبانو بېرته نيول شوې دي.
صديقي زياتوي، چې په د هراود ولسوالۍ کې هم د عملياتو په ترڅ كې زياتې سيمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاكې شوې دي.
په ورته وخت کې بيا د اورزګان ولايت د ولايتي شورا رييس عبدالکريم خادمزوی هم وايي، چې په دې ورستيو کې افغان امنيتي ځواکونو د تېر په پرتله ډېرې لاسته راوړنې لري، خو وايي، چې د جګړې له سيمې څخه ګڼې کورنۍ تازه بې ځايه شوې دي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې افغان امنيتي ځواکونو په اروزګان ولايت كې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د طالبانو د ځپلو په هدف عمليات پيل کړي، خو د رپوټونو له مخې، لا هم د مركز ترينکوټ ښار جنوب ته په څلور کيلو مټرۍ کې طالبان موجود دي.


