ads

پاړا چنار کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي

ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه قبايلي سيمې پاړا چنار کې د چاودنې له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1395
پاړا چنار کې چاودنې ۲۱ تنه وژلي

ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه قبايلي سيمې پاړا چنار کې د چاودنې له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، چاودنه نن سهار دکورمې اېجنسۍ د مرکز پاړا چنار په سبزي منډوي کې هغه مهال وشوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.
رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، چې په دې چاودنه کې ۲۱ تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوځ او چټک غبرګون قطعې سيمې ته رسېدلي او روغتونونو ته د ټپيانو په لېږدولو کې يې مرسته کړې ده.
ځايي چارواکو ويلي، چې کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه له دې لوړه شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په دې بازار کې څو چاودنې شوي، چې له كبله يې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA