د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين او کامې ولسواليو کې د هوايي بريد او نښتې پرمهال پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په جوارګر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د هوايي بريد له کبله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
مشرقيوال وايي، وژل شوي وسله وال ټول بهرني وګړي دي.
بل لور ته د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول زياتوي، چې پوليسو د کامې ولسوالۍ په شېر ګړ سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې پرمهال يې يو وسله وال وژل شوی او بل يې په ټپي حالت کې تښتېدلی دی.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې پوليسو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


