ads

ننګرهار کې ملي امنيت يو ماين جوړوونکی نيولی دی

د ملي امنيت عمومي رياست مسوولين وايي، ننګرهار کې يې يو تن د مقناطيسي ماينونو جوړونکی نيولی دی.

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1395
ننګرهار کې ملي امنيت يو ماين جوړوونکی نيولی دی

د ملي امنيت عمومي رياست مسوولين وايي، ننګرهار کې يې يو تن د مقناطيسي ماينونو جوړونکی نيولی دی.
د ملي امنيت له عمومي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې موظفينو يې د يو لړ ځانګړو عملياتو پرمهال هغه کس نيولی، چې وسله والو طالبانو ته به يې مقناطيسي ماينونه جوړول او د ډېرو کسانو په تښتولو کې يې هم لاس درلود.
سرچينه زياتوي، چې ياد تن يې د روداتو ولسوالۍ اړوند په غازي امان الله خان ښار ګوټي کې د ماينونو د ځای پرځای کولو پرمهال نيولی او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA