ads

لغمان کې له ۷۲ بې ځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د خوړو نړيوال سازمان په همکارۍ يې له ۷۲ داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1395
لغمان کې له ۷۲ بې ځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د خوړو نړيوال سازمان په همکارۍ يې له ۷۲ داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
د لغمان ولايت مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، پرون يې په ۷۲ هغو کورنيو، چې په دې وروستيو کې د نا ا منۍ او يو شمېر نورو ستونزو له امله مرکز مهترلام ته کډه شوي، د WFP موسسې په مرسته يې هرې کورنۍ باندې د کور د توکو مرستې ووېشلې.
سرچينه وايي، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د اشپزخانې سېټ، دوه ترپالونه، درې کمپلې، يوه ګاز ډبه، سطل، صابونونه او د دوه کورنيو لپاره په کې خېمې هم شاملې وې.
د لغمان ولايتي چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړي، چې په نږدې راتلونکې کې له نورو کډوالو کورنيو سره هم مرستې ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA