جمهور رييس محمد اشرف غني د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سمېع الحق سره ټيليفوني خبرې کړې دي.
په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ وويل، چې د دغو خبرو تمرکز په افغانستان کې پر اوسني وضعيت و.
نوموړي زياته كړه، چې له مولانا سمېع الحق سره يې په خپله د دويم ځل لپاره په اکوړه خټک کې وليدل.
د هغه په وينا، دوى د څو ساعتونو لپاره خبرې وکړې او په همدې حال کې يې دا فرصت هم برابر کړ، چې جمهور رييس محمد اشرف غني له مولانا سمېع الحق سره ټيليفوني خبرې وکړي.
زاخېلوال دا بحث ډېر مثبت ياد كړ.
رپوټونه وايي، جمهور رييس غني مولانا سمېع الحق پر افغان طالبانو اغېز لرونكى شخص بللى او له نوموړي څخه يې د سولې پروسه كې د همكارۍ غوښتنه كړې، چې هغه هم ورته چمتووالى ښودلى.
مولانا سمېع الحق د افغانستان او پاكستان له حكومتونو غوښتي، چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل كړي.
نوموړى د افغان طالبانو د معنوي پلار په نوم هم شهرت لري او د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره يې نږدې اړيکې درلودې.


