د ملي يووالي حكومت چارواكي وايي، په ۲۰۱۷م كال كې د طبيعي پېښو زيانمنو، داخلي بې ځايه شويو او راستانه شويو كډوالو د ستونزو حل لپاره د ۵۵۰ ميليونه ډالرو بشردوستانه مرستې ته اړتيا لري.
د دې حكومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله او په كابل كې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي كوونكي مارك باوډن نن په ګډه له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان حكومت دا اړتيا پوره كړي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو همغږي كوونكي مارك باوډن وويل، د داخلي بې ځايه شويو كسانو او راستنېدونكو كډوالو د شمېر زياتېدل د دې سبب شوي، چې افغانستان په ۲۰۱۷م كال كې زياتو بشري مرستو ته اړتيا پيدا كړي.
د هغه په وينا، روان ميلادي كال له نهه ميليونو زيات افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري، چې د ۲۰۱۶م كال په پرتله ۱۳ فيصده زياتوالى ښيي.
د جګړې دوام، طبيعې پېښې، د داخلي بې ځايه شويو د شمېر زياتوالى او هېواد ته د افغان كډوالو بېرته راتګ د دې سبب شوى، چې افغان حكومت د تېر په پرتله سږ كال له نړيوالې ټولنې د زياتو مرستو غوښتنه وكړي.


