افغانستان د كركټ د صحرا جام پايلوبه کې ايرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.
پايلوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه، پچه يې د ايرلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د ايرلنډ ټوله لوبډله په څوارلسم اوور کې په ۷۱ منډو وسوځېدله او افغانستان ته يې د ۷۲ منډو هدف وټاكه.
د افغان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي ښه وځلېد او د ايرلنډ څلور پياوړي لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز فريد ملک، امير حمزه او کريم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د ايرلنډ له خوا ټاكل شوى هدف افغان توپ وهونکو په داسې حال کې په ډېرې اسانۍ په اتم اوور کې پوره كړ او لوبه يې وګټله، چې يو لوبغاړى يې هم له لاسه ورنه کړ.
شهزاد محمدي په ۵۲ او نوروز منګل په ۱۷ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
افغانستان د صحرا په نوم شل اوريزو سياليو کې تر دې وړاندې هم ايرلنډ، نميبيا، متحده عربي اماراتو او عمان ته ماتې ورکړې وې.


