ملي دفاع وزارت وايي، د امنيتي ځواكونو په ګډو تعرضي او تهاجمي عملياتو كې د دولت ۵۳ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي، د القاعده او داعش د ۲۶ جنګياليو په ګډون ۵۳ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي، ۳۰ تنه ټپيان او ۱۸ تنه نور يې ژوندي نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې دغه ګډ عمليات د پياده ځواکونو له خوا د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، اروزګان، زابل، کندهار، فراه، کندوز، بغلان، بلخ او هلمند ولايتونو كې ترسره شوي دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې په يادو عملياتو كې يو شمېر مهمات او وسلې هم د امنيتي ځواكونو له خوا كشف او خنثى شوي دي.
په خبرپاڼه كې د يادو عملياتو د امنيتي ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
تر اوسه د دولت وسلوالو مخالفينو هم په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


